green parel

 
 

 

سياسي غوبل او د خلکو مسٶليت ! 

 


جميل بشيرى 

(دملي رسالت له مخي يې په نشرکې راسره برخه واخلئ)

ګرانووطنوالولکه څرنګه چې زموږ دګران هيواد ټولو نجيبو خلکو ته جوته ده چې هيواد موله سخت ازمون اونازکو حالاتوڅخه دتېريدوپه حال کې ده که خداى مکړه لږ تيروتنه هم ترسره کړواوله سليم عقل او سياسي وړمحاسبې اوتحليل څخه کار وانخلولري نده چې دلويوستونزوسره به مخ شواود منطقې،نړۍاو بلخصوص دمتخاصمواستخباراتي اوسياسي  رقيبانودرقابتونواودهغوى درامنځته کونکيوناوړه موخوښکار به شو.دبن له توافقاتوتردې دمه ګڼ شميرسياسي مهلکو او آن د تقابل رامنځته کونکو جوړښتونو،پروژواو دهغوى ترسره کونکيوضدملي،ضد افغاني،آن ضدانساني اوضدمدني تحرکاتو شاهدان پاته شو اودتيرتاريخ څخه هم په يادلرو چې دغه ډول تحرکاتوزموږ وملي يو والي،ازادى،اوځمکنۍ بشپرتياته ډيرزيان رسولۍ ده.دبيلګې په ډول د بن دتوافقاتو پر مهال دلوى او مٶثر سياسي لوري نفي کول چې  له کبله يې شل کاله جنګ دوام وکړ اونن يې دراوستلو لپاره کار کيږي که دا کار هغه وخت ترسره شوى واي دومره وخت جنګ،فقر،بدبختي او د خپلو خلکو په ځانګړي ډول ځوان نسل تدريجي وژنو شاهدان به نه وو، هم دارنګه د ديادو توافقاتوپراساس چې  دوخت انتقالي اوبياجمهوري نظام رامنځته شو او په راس کې يې هم دغه کرزى،خليلي،رباني،م فهيم،قانوني،احمدضيامسعود،او نورو پخواني جهادي رهبرانو قرار لرل بياهم بې عدالتي،تبعيض،فساد،اوسياسي محروميتونه حاکم وو. خلکودټولوامکاناتو سره سره کوم دحساب وړمثبت بدلون ونه ليد ځکه يوي ولسوالۍ په ټول هيواد حاکميت لرل،جنګ په يوه مشخصه جغرافيا کې شتون لرل،او د وخت نظام اوحاکمانو دجګړې ترختمولواو ټولولوډير  په دې مصروف وو چې دجګړي له اوره ديوه هيواد او يوه ملت يوسمت وساتل شي او هلته بايد سرايت ونکړي، هم دغو لوړپوړو چارکو او د دوى اړوندزورواکوبانکونه لوټ کړل،قاچاقو،غصب،او آن هرنوع غيرافغاني اوغيرانساني کړنو ته يې مخه کړه چې په پايله کې جګړه لا توده او ټول هيواد ته وغزيده،مخدره توکي او دهغوى کاروبارترښارو را ورسيدل،د ډالرو په باران کې فقراوج ته ورسيدل،ټول ملت خوارشو خو هم دغه رهبران اوچارواکي چې دسهمي شرکت په بڼه رامنځته شوي دولت مٶسسين وو د لوړو پانګو او خارجي جايدادو خاوندان شو،دملي يو والي اوافغانيت سره سياسي تضاد په عمل کې هم دغوکړيو رامنځته کړ چې ښه بيلګه يې د تذکرو مسئله يادولى شو چې هم دغو رهبرانو ورسره مخالفت وښود او آن ډيريو يې د افغانيت او اسلاميت پرڅرګند هويت مشخصي افغاني تذکري لا هم ندي اخستي،دبودجو غيرعادلانه ويش،په سياسي او دولتي مشارکت کې بې عدالتي او په زرهاو نور خيانتونه او کرغيړني کړني د دې باعث شوي چې خلکو په انتخاباتو کې محدود ګډون وکړ. خلک، دنظام په بدنه کې يو تعدداد هيواد دوسته عناصر،اوروشن فکره سياسيون د پورتنيو ناخوالو او وضعيت د درک او عيني تحليل پربنادمتعددو،کمزورو،متضادو قومي اواستخباراتي نظامونوپرنسبت چې دهيواد د تضعيف،بدبختي اوتجزيې مور ده. ديوه ملي،باثباته،مترقي،ازاد اوافغاني نظام موجوديت غوره ده. بناپردې له خلکو مو غوشتنه داداه چې خپل ملي مسٶليت درک کړي او پرې نه ږدي چې ديادو ضدافغاني لوبولوبغاړي اوپردي پال بريالي شي خپل ارامش بايد حفظ کړي ، دنيمګړتياو سره سره دي دنظام اوسولي لپاره خپل ملي رسالت اداکړي اودهغوتش په نوم جهادي او مليتي رهبرانو سره د مخه ښه وکړي او د هغوى دغوبل په تازه کولو کې د ونډه نه اخلي،بايد شعوري سياست ته مخه کړي هغوى پخوا کومه ثمره خلکو ته په لاس ورکړي چې سبا به يې ورکړي .هغوى تنها دخپلو ګټو لپاره ملت ،اسلام ،سوله،ولسواکي او نور شعارونه زمزمه کړي او لا به يې هم زمزمه کړي د تاريخ په اوږدو کې دخپلو ګټو لپاره نوي نوي فورمولونه او نوي نوي نظامونه وړاندي کړي او پلي کولو کې يې بيا پاته راغلي تنها عوام فريبي يې کړي او لا هم لګيا دي دا کارونه دخپلو ګټو لپاره کوي.دغو کړيو د ډاکتر نجيب سره د سولي برنامه شروع بيا يې ناکامه کړه ، دوخت مجاهدينو د مکي توافقنامه يې ناکامه کړه ،دوه سري حکومت توافقنامه  يې د خپلو ګټو لپاره رامنځته کړه او بيا يې ماته کړه،اوس نو د انتخاباتو جنجال او د سولي پروسه دواړه بيا هم دخپلو ګټو پر محور چرخول غواړي ،که دا ځل هم ملت او په ځانګړي ډول ځوان نسل په دغه غوبل کې خپل منفي نقش ولوبوي پايلي به يې دجنګ،فساد،فقر،وروروژني او آن تجزيې ته دهري ممکني لاري خلاصول وي او بيا به يې قابوکول ناشوني وي.

(ملګرى بشيري )