green parel

 

کابله

فاروق فردا

په بې وسی مې درکتلو تا لیدم کابله

در سره یو ځای په یلغار کې سوځېدم کابله 

ته لکه ګل ته لکه غېږه د جانان وې زما

زه دې د تن د عطرو سین کې لمبېدم کابله

زه د جانان د تورو سترګو دنظر په شانې

ستا د نظر سره به څومره لګېدم کابله

ستا خوشالۍ ته ما په لپو کې خندا در وړله

لکه باران به ستا پر تندو ورېدم کابله

ستا په ګلغېږه کې روزلې مې ګلپېغلې د شعر

په ګلوییو د ګلغږو غږېدم کابله

جانان جانان مخ دې زما له سترګو لرې  مه شه

لکه سالو پرې د مچکو غوړېدم کابله

ستا د هرګل خندا چې کله به ما واورېدله 

زه به بیا غېږې د جانان ته رسېدم کابله

ستا د ارمان د کلي څلی لوړېده چې څومره

ورسره یو ځای لکه څلی لوړېدم کابله

ستا په لیدو مې سترګی هیڅکله ماروبې نشوې

لکه د اوښکو ستا له سترګو څڅېدم کابله

کله چې ستوري د اسمان یې په ټوپکو ویشتل

په خړزېدو کې لکه ستوری ځلېدم کابله

دګوریجنو هنګولا کې ورکېدلې مانه 

له ډېره ستوهه زه له تانه و رکېدم کابله

ستا مې د زړه کوشېر ته خپل دزړه کترې پرېښودې

څومره زړور وم له خپل  زړه  چې بېلېدم کابله

ها خړزېدل او هنګولا زه دومره وزموللم

چې زمولل شوی ستا له څنګه تېرېدم کابله

د چا یلغار نه ډېرو ستوهه شول د څخوزو په سوال

هېڅ یلغار ګر نه شرمېده، زه شرمېدم کابله

پرتا لیده مې تر شپېزرو به سپرخي ورېد ل

پرهر پرهر تاسره سم زه خوږېدم کابله

ستا سر وتن یې چې شپېلل د تورو شپو لاروي 

ما وینې وینې به ژړل او کړېدم کابله

ساړه سیلۍ چې د سپرلیو پر ښکالو لګېده

زه ستا دوینو تودوبي کې تو دېدم کابله

دتا پر ستوني مې چې ولیده  ما پړی د دار

ستا له همغاړو سره یو ځای ژړېدم کابله

ته د جانان په سر د دار پولې ته ورسېدې

زه ایله  خاورو ستا د پښو ته رسېدم کابله

تا شهادت ته ورکاوه  غېږ د خندا پر څپو

زه ستا ریښکو د ګرېوانه کې رغړېدم کابله

تا مستقبل په ګلهیندارو کې له ورایه لیده

لکه هیندارې تر ماضی، به  غزېدم کابله

د څو کلونو اورلړوني خپله اور شول درته

ته یې په اور کې سوځېدې زه درنه تلم کابله 

لکه بیڅوکه یتیم تا را پسې ښه وژړل

له تانه لېت پېت په سرو وینو بېلېدم کابله

د مخه ښی هغه شېبه درته په یاده ده چې؟:

دځان اوستا داوښکو سیند نه تېرېدم کابله

پر دې به کله، زه خپل ځان او جهان و بخښمه

چې ستا په شان د چا په اور نه ورتیدم کابله 

چې په وهلو ستا پر تن یې موغري کیښودل

زه هم د تن په موغرو کې پټېدم کابله

ستا وچې شونډی جل وهلي مې لیدلای نه وای

لکه یو سیند دی  پر سینه در بهېدم کابله

بېګاه په خوب کې د ګلپېغلې په شان و مې لیدې

زه دې له سره او له تنه ګرزېدم کابله 

ما وی چې بیا به کله زما شعر کې غاړه شې ته

غاړه غړۍ شوې تر هغې چې ویښېدم کابله

درنه څو وارې دروارۍ شوم ستا بلا مې واخیست

لکه د تل په شان چې تانه ځارېدم کابله

خوب مې لیده چې ستا پر څانګو مې بیا ځاله شوې

دتا پر  شنو سندروبیا بیا  غږېدم کابله

ته  وې زما  د شعر اتل او زه  د تا غاړه ګر

تا سره سم به مستېدم او نڅېدم کابله

دتا څنګل وه  زما سر او هغه شین پسرلی

کاشکې چې بیا دې پر لمنې ټوکېدم کابله

فردا

۱۳۸۷-وږی