green parel

 
 

بي بي سلما (وحيدي)

پيژندنه

بي بي سلما (وحيدي) د کندهار ولایت، ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډن‌‌‌‌‌‌ډ ولسوالي، شیر سرخ کلي کي په کال 1360 ه ش د شهید جان محمد په کور کښي دې نړي ته سترګي پرانیستلي. ‌د نورو افغانانو په څېر يې د شوروي يرغل  او ظلم له لاسه هجرت کولو ته اړ سوې او ابتدایه زده کړي یې هم په مهاجرت کي بشپړي کړئ. هېواد ته په 2006 م کال راستنه سول او ورسره سم یې خپلي لوړي زده کړي د اقتصاد په بخش کښي او تر څنګ یې جنګ ځپلي او مظلومي ټولني ته د غیر دولتي ارګانو له لاري خدمت کولو لاس پوري کړ چی تمرکز یې د ټولني تر ټولو مظلومي طبقی یعني ښځو باندي وو. چي پدې جریان کښي په هېواد کښي دننه او دباندي یې روزني ترلاسه کړې تر څو ټولني او خصوصا ښځو د حقوقو څخه دفاع او ملاتړ وکړي او د پرمختګ لپاره یې کار وکړي. 16 کاله تجربې درلودلو سره یې ټولني ته په مختلفو بخشونو کښي خدمات وړاندي کړي دي لکه د ښځو د شرعي حقوقو دفاع ،کورني تاوتریخوالي مخنیوی، د ښځو تعلیم، د ښځو په اقتصادي او سیاسی چارو کښی ون‌‌‌‌‌‌ډه اخیستل او ورته مسایلو کښي هغوي ته عامه پوهاوي ورکول او عملي اقدامات اخیستل په ورستیو کښي يې د ښځو د سولي او يووالي ټولني تر نامه لاندي يې ټولنه چي د عدلې وزارت کي رسمي ده پرانیستلې ده او د سولی او پرمختګ د ابتکاراتو موسسه په نوم یی انجو د اقتصاد وزارت سره ثبت او راجستر ده چي په مختلفو بخشونو کي یې خدمات سرته رسولي دي.
د ټولنی مشکلاتو ته او دهیواد کړکیچن 
حالاتو ته په کتو سره یی په 2018 م کال کی  سیاست ته مخه کړل او وی غوښتل دسیاست له لاری هیواد او خلګو ته موثر او په پراخ ‌ ‌‌‌‌‌‌ډول خدماتی کارونه وکړی او له خپلو افغانی وړونو او خویندو سره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه خپل هیواد د بحرانی حالت څخه د رایستو او یو سوکاله ، با امنه او با ثباته ه په جوړولو کښی پوره ونډه واخلی او ځان ددی خوار ملت د خدمت مصدر وګرځوی.
  
سلما وحيدي