green parel

 
 

دسیاست پیژندنه او په ډموکراسي کې د سياست د علم نقش 

جميل بشيرى 

(دمسلم پوهنتو دحقوقو اوسیاسی علوموپوهنځي استاد عبدالجمیل بشیري) 

 

لکه څرنکه چه انسان ټولنيز موجود دی او بې د ټولنې نه په تنهايې سره ژوند نشې کولی، د ټولنې سره بايد ژوند وکړي نو داچې انسانان اجتماعي ژوند لري  او دا د دوی طبيعې خصلت دی نو د ټولنيز ژوندانه لپاره يو لړ قوانينو، مقرراتو او تشکيلاتو ته اړتيا ليدل کېده چې دغه تشکيلات، قوانين او مقررات چې د ټولنی د رهبري لپاره وضع کيږي د سياسي فکر او فعاليت نتيجه ده نو پدې لحاظ دلته هم داسې تصور کيږي چې په اول قدم کې د سياست پیژندنه، موخي او بیا په ډموکراسي کې د هغه په نقش باندې لنډ بحث وکړو.

 

دسیاست لغوي او اصطلاحي پېژندنه

 

دسیاست لغوی پیژندنه:

 

دسياست لغوی معنی: د سياست کلمه د امارت په وزن د (ساس ) يسوس د قال يقول په وزن سره د مصدر صيغه ده، چې معنی يې اصلاح کول او ښايسته کول دي. د سياست کلمه په انګليسي ژبه کې ( politics ) کليمې تر عنوان لاندې منل شوي چې د ملکي، ملي اوحکومتي سياست لپاره استعماليږي، په حقيقت کې د (politics) کلمه يوه يوناني کلمه ده چې د(police) نه اخيستل شوې چې معنی يې ښاري حکومت ده. همدارنګه دغه يوناني کلمه په يوناني معنی ګانو سره د ديارلسمي پيړۍ په اوايلو کې په فرانسوي ژبه کې هم د استعمال وړ وګرځېده چې په هغه عصر کې دسياست معنی هم پدې شکل سره وه چې سياست په ښاري حکومت باندې دفن او پوهي حاصلول و.

 

دسياست اصطلاحي پیژندنه:- دسياست اصطلاحي پیژندني په هکله باید ووایم چي بیلابیلو علماو په بېلابېلو عبارتونو تغریف کړې چې دیو څو نه یې په لاندی ډول یادونه کولی شو.

 

اول : اسلامي سیاست پوه ابن خلدون (رح) ليکي چې سياست اوحکومت دمخلوق دساتني اود هغوی د ګټو د کفالت نوم دی چې دا ډول سياست دخدای (ج) نيابت دي چې د هغه په بندګانو دهغه عزوجل احکام نافذ کړای شي .

 

دوهم: اسلامي سیاست پوه امام غزالي (رح) دسياست په هکله وايې دلته دبندګانو اصلاح اوهغي لاری ته دهغوی لارښونه چې د دنيا او اخرت د خلاصون يواځينۍ ذريعه ده عبارت له سياست څخه اوپه بل ځای کې سياست داسې تعريف کوي. چې سياست هغه تدبير دی چې د ژوندانه د وسايلو او د هغه په چارچاپير کې د افرادو او ټولنې تر منځ دمحبت، يووالي او  یو له بل سره د مرستې د پيدا کېدو وسيله ګرځي.

 

دريم:- د لوی افغانستان وتلی سیاست كونكو مشرانو  دسياست په هکله داسې وايي چې سياست جهانداري ده، پدې معنی چې سياستوال په يو کوچني قوم، مذهبي، او سيميزي ډلي پورې تړلې نه وي بلکه د ټول بشريت دخير، شيګڼي، سوکالي او عدالت فکر ولري.

 

     څلورم:- کارلتون کريستول او اندرسن امريکايي سياست پوهانو په خپل کتاب ((دسياست علم سره اشنايي )) کې سياست پدې ډول سره تعريف کړي دی. چې سياست د ټولنيزو علومو د څانګي څخه هغه څانګه ده چې په ټولنه کې د سازمانونو ،حکومتونو او دولتونو اړونده مسايل مطالعه کوي.

 

پنځم:- و.ا.ا لينين سياست داسې تعريف کړی دی چې سياست موخې او موخو ته د رسيدو لارې چارې دي چې يوه اجتماعي طبقه يې د خپلو ګټو د تامين لپاره تعقيبوي.

 

شپږم:- ځلاند صاحب په خپل کتاب کې (سياست علم ده ) سياست داسې تعريف کړ دی، چې سياست د هغو اصلاحي او جمعي هڅو نوم دی چې د موجوده ټولنېز نظام د اصلاح او يا مطلوب نظام ته رسيدو په منظور تر لاس لاندې نيول کيږي.

 

اووم:- فيودور بورلانسکي  په خپل اثر(سياسي قدرت اودولتي ماشين) کې چې د سياست د علم په برخه کې مارکسيستي اولينينستي تاليف ده، او په شوروي کې چاپ او نشر شوی سياست يې پدې ډول تعريف کړی ده:  (( دقدرت مفهوم دسياسي تيوري محور اود سياسي پروسو مطالعه مشخصه ده چې دغه مفهوم دسياسي نهادونو اوسياسي جنبيشونو د درک کيلي په خپله سياست ده)). 

 

دسياست دعلم دزده کړي موخي :- د سياست علم چې د اجتماعي علومو څخه ګڼل کيږي، ګڼ شمير موخې تعقيبوي چې ځينې مهمې موخې يې په لاندې ډول دي.

 

. د سياست د علم لوړتوب، ارزښت، او ارزښت درک کول دي.

. دبېلابيلو سياسي نظامونو، نهادونو افکارو سره تر بشپړه حده بلدتيا.

. دانساني ارزښتونو درک کول اوله نورو انساناني ټولنو، ملتونو سره د سياسي تفاهم دامکاناتو برابرول ..

. دخپل هيواد لپاره د کار وړ کدرونه تربيه چې د هيواد په سياسي ساحه کې ورته د هر وخت لپاره شديده اړتيا ليدل کيږي.

. په ټولنه کې د سياسي شعور د لوړوالي لپاره د لازمو سياسي تکتيکونو سره اشنايي چې د هيواد د ټولنېز ثبات په ساتلو کې ډير موثر تماميدلی شي.

دسياست دعلم ګټي

 

د ټولنې ځينې وګړي چې سياسي پوهه يې ډيره ټيټه وي شايد پدې اند به وي چې سياست د بيکاره خلکو کار ده او هغه خلک چې دماښام ډوډۍ په ډيرو ستونزو سره پيدا کوي، د هغوي يې په سياست باندې څه؟ همدارنګه شايد ځيني پدې اند وي چې د سياست په علم خو د سړي څخه داکټر يا انجنیر نه جوړيږي، خو اصلي خبره داده چې دسياست په علم کې حرفوي جنبه ليدل کيږي او زياتره وخت دسياست د علم او سياسي عمل تر منځ فرق موجود وي. څرنګه چې انسان ټولنېز موجود او سياسي حيوان ده نو د ژوند اړتياوو د پوره کولو لپاره اړينه ده چې ټولنېز نظام ښه پاتي شي او پرمختګ وکړي، نو ځکه خو ارسطو د خپل کتاب په ((الاخلاق )) لسم فصل کې ليکلي وو ((چې هغه فلسفه چې د انساني چارو سره تړاو ولري، دهغې پوره او هر اړخيزه درجه تاسې دسياست ّپه علم کې موندلی شي)) نو د سياست د علم ګټي دادي:

 

اوله ګټه :- دسياست علم په ټولنه کې سياسي عالمان روزي تر څو جامعه د جهالت له منګولو څخه خلاصه کړي. او په عمومي توګه د خلکو د پوهي کچه لوړه کړای شي او وکولاي شي چې ټولنه په مطلوب لورې سوق کړي.

 

دوهمه ګټه: د سياست علم  د سياست مدارانو لپاره تيوري تنظيموي او هغوی ته يې د خپل هيواد د ثبات، امنيت، عدالت ساتلو په موخه وړاندي کوي.

 

درېيمه ګټه: ستراتيژي د عملي سياست جوړونې د مرکزونو پواسطه ټاکل کيږي چې حکومت يې بيا تطبيق کوي او خپلې مطلوبې موخې ورباندې لاسته راوړلی شي.

 

څلورمه ګټه: د سياست د علم پلوشې دي چې په ټولنو کې د ټولو افرادو سياسي شعور روښانه کوي او د نورو د ښکار کېدو څخه يې ساتي او د خپلې ټولنې د ګټو ساتلو ته يې چمتو کوي.

 

په ډموکراسي کې د سياست د علم نقش او اغيز منتيا

 

زمونږ اوسنی عصر د ډموکراسي( ولسواکي ) عصر ده چې خلک د سياست په تعينولو او سياسي خصلت لرونکو کارونو کې مهم او اساسي نقش لري، سياسي پروسې په مستقيم او غير مستقيم ډول د انسانانو په ژوندانه اغېزي شيندي. په دموکراتيکو نظامونو کې چې خلک په سياست کې فعاله ونډه اخلي نو په همدي توګه د سياست علم يو لړ اصول په بر کې نيولي چې په عمومي امورو کې بايد ورنه پيروي وشي. همدارنګه د سياست علم خلک د خپلو حقوقو او وظايفو څخه خبروي خلکو ته د دولت د موخو، دندو او د افرادو موقف او رابطه د دولت له اقتدار سره او نورو په هکله معلومات ورکوي. پدې ډول خلک کولی شي چې په سياسي چارو کې مهم رول ولوبوي په هغه هيوادونو کې چې خلک يې د سياسي بې سوادي سره مخ و ي. يعنې خلک يې سياسي پوهه ونه لري او يا دا چې سياسي شعور يې ټيټ وي، تل له ناخوالو سره مخ وي، نه د خپل هيواد په هکله نه د نړيوالو د کړنو او نه د حاکم ټيم کړني او نه هم په منطقوي کچه په خپل هيواد پورې اړوند مسايلو تحليل او تجزيه کولی شي، او نه هم پدې مواردو کې دخپل مسوليت احساس کولی شي. نو د سياست علم ده چې د ټولنو په ټولنېز او سياسي شعور په تقويه کولو کې مهم او برجسته رول لري او د ټولنې افرادو ته په اړونده مواردو کې رهنمايې کوي او د هغوی ذهنيتونه روښانه کوي او هغوی ددې جوګه کوي تر څو هغوي وکولای شي د خپل راتلونکې لپاره خپل جمعي سرنويشت په ښه توګه وټاکلی شي. همدارنګه کولی شي چې د خپل هيواد د حکومت ستراتيژيو که زيات نه وي په نسبي ډول به يې درک کړي. او د ملي منافعو او عمومي مصلحتو نو په رڼا کې به ور نه حمايت وکړي. همدارنګه په بين المللي او منطقوي سطحه د نړيوالو  لويو قدرتونو، مذهبي تندروانو، منطقوي هيوادونو د کړنو پايلي او د هغوي پلانونه هم ددې علم پواسطه د ډموکراتيکي ټولنې وګړو ته روښانه کړي. او دډموکراتيکي ټولنې وګړي کولی شي چې د هغوی کړنو ته خوښ او يا بدبينه واوسي او په لومړي حالت کې فردي حمايت وکړي او پدې برخه کې خپل فردي مسوليت ادا کړي همدارنګه په دویم صورت کې هم کولی شي چې خپل مسوليت ادا کړي او ورنه کرکه وکړي او د هغو شومو او ناوړه افرادو د ډلو او موخو په وړاندې خنډ وګرځي او د خپل هيواد لپاره مدافع  واقع شي نو بناً د پورتنې مواد په نظر کې نيولو سره ويلی شو چې د سياست علم په دموکراسي کې اساسي او برجسته رول لري، او د يوې سالمي پياوړې او باثباته دموکراتيکې ټولنې په جوړښت او د يوې روغي او روښانه دموکراسي په تامين کې د اساسي فکتور په حيث د منلو وړ وبولو.

 همكاران قلمى سايت مرواريد 
- زرغونه ولى
- فريد سياوش 
- صمد كارمند 
- شيرين نظيرى
- سترجنرال محمد نبى عظيمى 
- محمد رحيم حبيبى 
- عزيزه عنايت 
- صالحه محك ياد گار 
- شكيبا كمال نورى 
- فرحت زيبا يوسفزى 
- شير محمد ستانكزى 
- زرغونه عطا ژواك 
- خاتول مهمند 
- فاروق فردا 
- راحله يار  
- بهار سعيد 
-جميل بشيرى 
- شير محمد ستانكزى