green parel

 
 

 زموږ پسرلی

  فاروق فردا

زموږ پسرلی

ژمی لا هم لکه ښامار له تالو ژبه با سي

د پسرلی د طراوت پر شنو غوټیو باندې نېښ لګوي

دکلو وږی توتي

دچا د دام د تورو لومو تر شا

دعمر ټوله آزادي

د څو دانو ږدنو په بیه پلوري

 دسین اوبه تروې دي

کبان،برسېره پردې 

چې سا هم غلې باسي

له خپلو سیورونه بېرېږي د لامبو پر ځای د تیګو سره سر جنګوي.

دچینو غاړو کې له تندې نه مړژواندي بوټي

چې نور سهار سهار،دشنو چینو اوبو کې مینځل شويو وږمو، 

ته سینې نه پرانیزي،

ماته هینداره د اسمان کې څاري

دپروازونو په نامه د الوتونکو د ترپکو آواز.

او دا هم ویني چې مومنې مرغۍ

دخپلو ورکو جنازو لمانځه ته

دچا ښکاري د شنه باروتو په لوګي کې اودسونه کوي.

مسکو ،مارچ ۲۰۱۲

 

غزل 

  فاروق فردا

 

وه جلکۍ،ته څومره ښکاره مينې ته لېواله يې

پوه یم چې دې ښار ليدلى نه دى ،كليواله يې

 

خیر دی جې نظر مې غاړه كې د تا د حسن شوه

ډېره ته سپيڅلې له گناه او له وباله يې

 

څاڅکي څاڅکي تندې مې دتا پر لمن پرېوتې

ته لكه د غره د سر چينې او بو زُلاله يې

 

زه تا دمنګي اود ګودر په نښو پېژنم 

څه؟ كه پښتنه يې كه تاجيكه يا قواله يې

 

شمعې غوندې ما مې جنازه پر اوږو ايښې ده

ته لكه دګل دمخ رڼې پرخې خوشحاله يې

 

دې خواته دې مينه ها خوا جنگ دخپلواكۍ كوې

مينې رابعه كړې ،خپلواكۍ ته دې ملاله يې