green parel

 
 

 

دلیکوال اوشاعرمسؤلیت

شیرمحمدامیني ستانکزی

 

شاعر اولیکوال هغه څوک دی چې دیوې ټولنې ټول درانه مسؤلیتونه ورته متوجه وي، دټولنې دپیښې دردونه، فکرونه، خیالونه اوسوچونه شاعراولیکوال يي په شعري اونثري ډول دټولنې وګړوته په داسې نازکواولطیفو ویناوو رسوي، چې د دوی ټول دردونه اوکړاونه لرې کولای شي. دشاعرلپاره دا اړین کاردی چې خپل ولس ته دخدمت ترسره کولو اودهغوی په درد اوغم باندې خپل مسؤلیت څرکندکړي . ځکه ددوی په وس کې دداسې ډیروچاروترسره کیدوقوت شته اومسؤلیت هم دټولنې شاعرانواو لیکوالانوته په ګوته کیږي، نن ورځ ټول شاعران، لیکوالان، فرهنګیان اودادب مینه وال په دې ژمن ووسي، چې دهمدې ټولنې دسوکالۍ، هوساینې، ترقي اوپرمختګ لپاره په میړانه اوپه رښتینولۍ سره کاروکړي، دولس لپاره لیکنې اوشعرونه په داسې کلمو باندې رنګین کړي، چې  دیوالې، سولې، ورورولي، پرمختګ ، جوړونې  او رغاوونې پیغامونه ولري.  دهغو کلمو چې هغه دنفاق، جنګ، جګړو، ژبني او توکمیز تعصبات  لرونکي وي  ښه به داوي، چې  په لیکنوکې  رانه وړل شي او ددغوکلیمو پر وړاندې قلمي مبارزو  په کولوسره ولس ته   يي په لیکنې ډول وړاندې کړي. لیکوال اوشاعر خپل لیکنې  د ولس دخدمت لپاره  ځانونه  ستې کوي، ټولنه دعلم او ادب په ګاڼه سمبالوي، دپوهې  کچه دخلکوپه ذهنونوکې رسموي، خلک هڅوي تر څو دلیکل شوي نثر اویاشعر هماغه مطلب چې شاعر اویا لیکوال لیکلې دي  ولس خپل ځان جوړه وي او دوطن او خپلې ټولنې لپاره دخدمت جوګه ګرځي. یعنې هرشاعر اولیکوال په دې مسؤل دی، چې خپلې  لیکنې  داسلامي او افغاني کلتور د ارزښت په رڼاکې ولیکي اوټولنه دهغې اغیزې لاندې راوستلایشي. ترڅو خلکو ته  د ذهنیت په ورکړې سره ؛دوی  وهڅول شي، چې  دملک آبادولو او جوړولو لپاره لاسونه راونغاړي او کومې ناخوالې او بدبختۍ چې زمونږ په ګران افغانستان کې سر وهي  هغه له منځه ولاړې شي. قلمي مبارزه  دهر ډول مبارزو نه داسې قوي او ستره مبارزه ده، چې  نړۍ ددې مبارزې پر برکت  دساینس او ټکنالوژۍ  څخه برخمن پاتې شویدی. که چیرته لیکوال او شاعر دځان په پیژندنه کې  که فکر وکړي، دا به ورته جوته شي، چې دمثبتولیکنوپه کولوسره؛  هغه مجازي نړۍ ته به سر  ورووهي، کوم چې دټکنالوژۍ څخه زیږنده ده اوکه چیرته کوم ادبي لیکوالان  چې منفي لیکنوته  مخه کړي  دابه ورته څرګند شي چې  ولسي ټولنه به له کومو بدبختیوسره مخامخ شي. نو په پای کې  وایو چې  ادبي اوفرهنګي  لیکوالانو اوشاعرانو ته پکار ده، چې مثبتې اوهغه لیکنې چې ټولنه  د سمون لورې ته ځي ولیکي ،دضدو او تیتو اوپرکو لیکنو څخه  د ډه ډه وشي.

لیکوونکی : شیرمحمد «ستانکزی» 

 

د دندې په لټه او په زندان  وربرابریدل

شیرمحمدامیني ستانکزی

 

میوند داقتصاد له پوهنځي څخه فارغ او دڅلورو کلو زده کړ اسناد يې ترلاسه کړي ؤ، میوند د پوهنتون دفراغت سره جوخت د دندې په لټه کې شو، دې غوښتل چې  په خپل مسلک کې دنده ترلاسه کړي.

دی به سهار چې له کوره  اسنادونه يې په لاس کې ؤ؛ وتل او ماښام به بیرته کورته راتلل. ورځې، اونۍ او میاشتې میوند د  دندې په لټه کې تیرې کړې، ولې په دې بریالی نشو، چې دنده واخلي، ځکه هرې ادارې او دفتر ته به چې ورننوت دبست او دندې داعلان  پوښتنه به يې کوله، په ډیرو ادارو کې خو بیخي دندې نه وې اعلان شوې او په ډیرو کمو دفترونو کې که دندې اعلان شوي هم وې، دغه بست ته به په لسګونو تنه ځوانان چې دپوهنتون څخه فارغ شوي ؤ ځانونه يې ورته نومول، خو میوند نه يې واسطه وه او نه کوم نفر پیژندل .

له ورځو نه یو ورځ میوند له ځان سره سوچ وکړ، چې څنګه او له کومې لارې ځان هدف ته یانې دنده ترلاسه کړي،کله به يې ویل، چې یوه غټه واسطه کوم ځای کې وګوري، بیا به يې د پیسو د ورکولو فکر ورسره ؤ،ولې سوچونو يې کومه پایله نه ورکوله او ډیر مایوس شو،آخرنۍ پریکړه يې دا  وه  او  ځان سره وویل، چې راځه دهیواد پریښودل یواځنی لاره ده، چې سړی کولی شي، هلته هم پیسې وګټي او هم ځان په کارونو بسیا کړي. خو میوند دباران څخه ناوې ته ودریدل.

ده له ځان سره دو تنه نور ملګري، چې د دندې دپیدا کولو پرمهال ستومان او لالهانده ګرځیدل، خپله طرحه يې ورته وړاندې کړه، هغوی هم ورسره موافقه وکړه او دوی  دخپلو کورنیو مشرانو په مشوره مخ پر بهر روان شول.

دپولي له مرز څخه دغه ځوانان دپولیسو لخوا ونیول شول. میوند او ملګرو یې پولیسو ته وویل، چې دخدای روی ته وګورئ، موږ په هیواد کې ۱۶ کاله زده کړې کړي، له مجبوریته ستاسو هیواد راغلي یو، چې دلته کار وکړو او یوه مړۍ حلاله روزي پیدا کړو.

پولیسو په کړس کړس  ورته وخندل چې زموږ دهیواد قانون دنورو هیوادونو قانون سره توپیر کوي، تاسو موږ ته مجرم یاستئ، ځکه چې په غیر قانوني زموږ هیواد ته را غلي یاستئ. د میوند او د دواړه ملګرو په لاسونو کې ولچکې واچول  شوې او مخامخ  دزندان تورې کوټې ته وغورځول شول.

میوند چې شاو خوا کتل ګوري په زندان کې په سلګونه افغان ځوانان بندیان دي، دوی سره پیژندګلوی  کوي او د راتګ ټولې کیسې ورته بیانوي، چې دوی هم د میوند په شان د بيکارۍ له امله دلته د زندان ښکار شوي دي.

میوند له ژور سوچ ورسته وویل، چې ای کاش زموږ په هیواد کې تل پاتې سوله شتون درلودی، په اداري فساداو قاچاق زموږ دهیواد نوم ښکیل نه وای. ځوانانو دزده کړو دترلاسه کولو وروسته  دولت ورته  دکار کولو چانس په نظر کې نیولی.

دا ولې؟  نن موږ په سلګونه تنه ځوانان په دغه کرغیړن او ورته نورو زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوو. ولې او دڅه لپاره ؟ موږ خپلې ککرۍ خاورې او زده کړې  په خپل هیواد کې کوو او بیا يې په پردۍ خاوره کې هغه هم د زندانونو په تورو کوټو کې عبس تیر ه ؤ. فکري وړتیا دخپل هیواد په خاوره کې نشو کارولی، نو همدا لامل دی، چې زموږ هیواد شاته پاتی دی. اې کاش چې زموږ مشران پوهیدلی اوزموږ له حاله خبر وای، نن به ولې په موږ داسې ورځې راتلې.

په دې توګه ورځې او شپې تیرې شوې، خو  ددغو خوارو   زندانیانو چاه آه هم نه جګول او دهیواد مشران يې هم په کیسه کې نه ؤ. ولې  په بیچاره کورنۍ يې چې  هره شیبې تیریدلې  د زړنو نه يې یوالله خبر ؤ، خو د دوی  له وسه څه لاسته نه راتلل، چې د میوند او نورو ملګرو دخلاصون لپاره هلې ځلې وکړي.

میوند  په زندان کې ډیر ځوریدل تمام ورځ په دې فکر کې ؤ، چې دکور وضعیت به څنګه وي، دې  ته چې پلار يې  دپوهنتون لګښت  په پور برابرول   دسوچونو ښکار شوی ؤ، ګډوډ ذهني سوچونه د دې په ذهن کې خطور کا ؤ، ډیر فکر چې میوند وړی  ؤ   د پور دپیسوخلاصول ؤ، ځکه خو میوند اوملګر ي  يې مجبوري دې ته اړ ویستل، چې د دندې په لټه  کې ؤ، خو  په پردي  زندان   وربرابر شول.

شیرمحمدامیني ستانکزی

 ********

 

 

مقاله دڅه لپاره ليکو؟

شیرمحمدامیني ستانکزی

 

ليكنه يا مقاله د بشر د ژوندانه په بېلابېلو اړخو نو ليكل كېږي ،لكه سياسي ،بشري ،اقتصادي ،ادبي ... ليكنه معمولاً پر هغو مسئلو كېږي ،چې د ټولنې په وګړو منفي يا مثتبه اغېزه ولري ،لكه خبر او خبر د ليكنې ستره سرچينه ده مقاله ليکل يوازې ليکوال په دې بسنه ونه کړي، چې ګوندې ديوې مقالې په ليکلو ځان خلکو اوټولنې ته ور وپېژني. که چېرته فکر وشي دغه ډول مقالې د لوستونکو له پامه غورځي او داچې په خپله ليکوال وخت ضايع کوي، دنورو هم يوڅه وخت بې ځايه نيسي او دلوستونکو تنده پرې نه شي ماتېدلى، ځکه دوى هم له زياتو تکراري ليکلو ستړي شوي او موضوع خوند نه ورکوي، خو اصلي موخه دلته ده، چې مقاله ليکل دڅه لپاره او بايد کوم ډول چې دخلکو غوښتنو ته ځواب وويل شي، په هماغه ډول خلکو ته وليکل او په کې د نوښت او تازه والي اثرات نغښتي وي.

په مقاله کې بايد ديوې ټولنې ټول دردونه، خيالونه او فکرونه په داسې ډول انځور شي، چې لوستونکى يې تر پايه ولولي ، يعنې ليكوال بايد داسې مهارت وكاروي ،چې څنګه لوستونكى له ځانه سره ساتلى او تر پايه خپله ليكنه پرې لوستلى شي. په ليكنه كې بايد ستونزې را برسېره او د حل لپاره يې معقولې لارښوونې شوې وي. ليكوال بايد د ولس په ژبه په داسې تورو او كلماتو ليكنه وكړي ،چې نه ډېره ساده وي او نه هم داسې سخته ،چې لوستونكي پرې په سختۍ پوهېدى شي ،يعنې لوستونكى د داسې جملو او لغاتونو په كارولو سره حيران او بلې خوا ته يونه سي. ليکوال بايد له حده زيات کوښښ وکړي، چې د مقالې پيغام په اسانۍ او روښانه توګه لوستونكو ته ورسوي ، عام فهمه وي،  ستونزوته په اشارو  دحل لارې په  وړو جملو کې څرګندې کړي او په ټاکلې موضوع وڅرخي. البته  ليكوال د ليکلو اصول ؛ چې مقدمه،  دموضوع څرګندونه او پايله ده ضرور دا ارزښتونه په پام كې ونيسي يعنې يوه ليكنه بايد عنوان يا نوم ،پيلامه يا مقدمه ،بندنه او پايله ولري ،په پايله كې وړانديزنه او د حل لارې په ګوته شوي وي.

مقاله ليکوونکي چې کوم موضوع ځان لپاره ټاکي او په هغه مقاله كې يې را نغاړي په لومړي سرکې بايد په بشپړه  ډول ورباندې حاکميت ولري.

نو په پايى کې داوايو چې ليکنه دځان لپاره نه، بلکې د ولس لپاره ده، نو اړينه ده، چې  ليکنې؛  دليکوالۍ  په مطابقت  او دليکوال  دښه اومناسب فن  اوتفکر  لاندې وليکل شي  اوپايله يې  د ولس په ژوند مثبت اثرات  ولري.

لیکوونکی : شیرمحمدامیني ستانکزی

 

********

دژوند هیلې او ناببره مرګی

 (لنډه کیسه)

شیرمحمدامیني ستانکزی

 

دمني څپرکي ورستنۍ ورځې او دښوونځيو آزموینې پای ته رسیدلي وې، زده کوونکو د نمرو اعلان ته ورځې شمیرلې. اسد له هغو تکړه او پوه زده کوونکو څخه ؤ، چې سږکال يې  دولسم ټولګی پای ته ورسول، خو داسد هغه هیلې ، چې دې درلودې، ولې نا ځوانه مرګی د دنګ چنار په څیر غوڅ را څملول.

د اسد یوه هیله دا وه، چې د نتایجو داعلان په ورځ د کلي مشران به راټول او ښوونځی ته به بیوزي، ترڅو خپله خبرپاڼه ( اطلاعنامه) لاسته راوړي، نو دوی به بیا ترکلي يې بدرګه او خپلې کورنۍ غړیو ته  مبارکي وړاندې کړي.

اسد تازه دمجردۍ ژوند څخه خلاصی پیدا او کوژدن شوی ؤ، دې ته خدای داسې پیغله او په ونه دنګه ځواني درلودونکي بي بي ورنصیب کړي وه، خو قسمت د دواړو دیو ځای کیدو مل نه شو، اوس اسد اوپیغله بي بي يې  په دې نړۍ کې نشته.

د اسد دښوونځي دپایلو داعلان ورځ راورسیده، اسدسهار وخت لمانځه ته پاڅیدل او لمونځ يې وکړ، بیا خپل مورکۍ ته وویل، چې زه کلي ته ځم او مشران خبروم چې زما د نتایجو داعلان ورځ ده، ته به مې پلار ته ووايې چې چیرته لاړ نشي په نهو بجو ښوونځي ته یوځای له کلي مشرانو سره راشي.

اسد وویل، مورجانې دعايې کوه، چې دتیروکلو په شان زه په ټولګۍ کې لومړۍ درجه شم. چې زما د اولنمره ګي زیری میرویس جان هوسۍ چې ددې په نوم شوي میرمن وه وروړي.

مور يې  لاسونه په لپه کړ، ویې ویل چې زوی جانه خدای دې په هرلورې چې مخه شوه بریالی او سرلوړې دې  لري. ورځه ولاړ شه خدای دې بریالی او پر غاړه دې ګلانو سره ډک کورته راوله.

اسد ولاړ دکلي څوتنه مشران يې ښوونځي ته په نهو بجو راوغوښتل، اسد کورته بیرته را ستون نشواو مخامخ دښوونځي په لور رهي شو.

کله چې ښوونځی ته نږدې شو داسد ترسترګو هیڅ کوم زده کوونکي ونه لګیدل، ځان سره يې وویل، چې دا څه چل دی، ولې نن خو دنتایجو داعلان ورځ ده. خو اسد خپل ساعت ته وکتل څه کم اته بجې وې اسد وویل، ښه دا خو وخت دی او نتیجې په نهو بجو اعلانیږي. مبایل يې له جیبه راوویست اوخپلې بي بي سره په اړیکه کې شو. دې خپل بي بي هوسۍ ته وویل، چې ګرانې نن زه خپل داولنمرګۍ پاڼه ترلاسه کوم، چې ته ماته څه تحفه رالیږي.

هو سۍ وویل اسدجانه الله دې تا راته بریالی لري، بس څه چې غواړې هغه به زه درولیږم، خو پلار ته به ووایم، چې تاته یو جوړ سپین کالي او ښکلې غاړه ولري، ګل به پرې ووهم او دروې به یې لیږم، نور بیا سره ګورو.

کله چې د دوی دواړو خبرې ختمې شوې نواسد دښوونځي انګړ ته ځان ورسول ګوري، چې زده کوونکي او ښوونکي راغلي ؤ.

اسد هم دخپلو مشرانو اودخپل پلار راتګ ته شیبې شمیرلې. ټول زده کوونکي او ښوونکي ښوونځي ته راغلل په دې مهال داسد دکلي مشران او پلار يې چې په لاسونو کې ګلان ؤ راننوتل.

دښوونځۍ له ادارې څخه سرښوونکی را بهر شول او زده کوونکوته يې وویل، چې دهر ټولګي زده کوونکي د په لیکه ځای پر ځای کیني او میلمانه دې  دلته د زده کوونکو مخ ته راشي او پرڅوکۍ دې کیني، زده کوونکي سره راټول او پرځای کیناستل.

د ادارې څخه دهر ټولګي ښوونکي را بهر او له میلمنو سره يې  د روغبړ کولو وروسته د نمرو داعلانولو مراسم يې دتلاوت او لنډو خبرو سره پیل او بیا د ښوونځي سرښوونکي وویل، په لومړۍ کې د دولسم ټولګي نمرې به اعلان کړو، ځکه  ددې ټولګي زده کوونکي نور له ښوونځي څخه خدای په امانی اخلي، ټولو زده کوونکو په لوړ غږ دسرښوونکي خبره  تائید کړې، چې سمه ده موږ دا خبره منو.

د دولسم ټولګي ښوونکی جان آغا دنتایجو اعلانولو لپاره ټول د دې ټولګي زده کوونکي  متوجه کړل، اسد له ډیر ه شوق او هوس نه زړه په ډباري پیل وکړ، چې ګوندی؛ دی اول لمبر وي خو چې ښوونکي دنعیم  نوم واخیست چې د دولسم او دښوونځۍ په کچه اولنمره دی مبارکي ورکړه.

اسد پاڅید چې دا یوولس کاله زه اولنمره وم دا څنګه چې نعیم  لومړی درجه شو، له وارې يې چیغه او پرځمکه پریوت. ښوونکي نور خبرپاڼې بندې کړې او ټول په اسد راټول شول.

اسد يې جګ کړ اوبه يې پرې واچولې خو اسد په هوش رانه غی، پلار او دکلي خلکو اسد روغتیايي مرکز ته ورسوول ، خو چې ډاکټرانو  د اسد وضعیت وکوت اومعاینه يې کړ. پلار ته یې وویل، چې دخدای رضا ده هلک نور له ژونده لاس اخیستې.

د ډاکټر خبره چې داسد پلار واریده بې هوشه پریوت له څو دقیقو وروسته چې ښه شو؛ نو یوځای دمشرانو سره داسد جنازه دکور په لورې روانه کړه.

داسد جنازه په ناببره توګه دمور او دکورنۍ غړو سترګوته کیښودل شوه، دخوښۍ ځای پر وير بدل شو، کله چې داسد خبره هوسۍ ته ورسیده په چیغه يې ناره کړه، چې داسد هیله ولې د ناځوانه مرګي  خوراک شوه،  اسد ددې نړۍ اولنمره نه؛ بلکې دهغې نړۍ اولنمره شو.

هوسۍ هم پرځمکه پریوته  او له دې نړۍ څخه خدای په اماني  وکړه.  داسد او هوسۍ دواړه دجنازې  کټونه د ګلانو په  سینګار چې دکلي مشرانو اوخپلوانو داسد لپاره  تحفې راوړي  وې پرې ټومبلي ؤ.

داسد او هوسۍ  دجنازې کټونه دکلیوالو د اوږو پرمټ دکلي څخه  دهدېرې   په لورې روان  کړل  او دواړه یوځای څنګ په څنګ  د تور لحد غیږې ته وسپارل . خو اوس  د دواړو هیلې  په نورو  نویو هیلو بدلې شوې او  دهغې نړۍ  آزموینې  ته ولویدل، چې خدای خبر   پایله به يې څنګه وي  او خبرپاڼه (اطلاعنامه) به په کوم لاس  خپل کړي.

شیرمحمدامیني ستانکزیق

 

*********

په لیکلو څنګه پیل وکړو

شیرمحمدامیني ستانکزی

 

لیکل آسان کارندی، بلکې لیکنه ځان ته مهارت، تکړه توب او د پوهاوي دترسره کولو هنر غواړي، تاسو به ډیري کسان لیدلي وي، چې د ویلو ژبه يې ډیره تیزه وي، خو بیا دلیکنې تکړه توب ورسره نه وي، ځیني نوربیا شته چې ګوتې قلم ته کړي، بیا هغه  څه چې په ذهن کې تاو او راتاو شي لیکي او هغه لیکنه يې د لیکوالي په  اصولو برابره وي.

ولې بیا هم زیاتره وخت لیکوال دخپلې لیکنې پر مهال  له ستونزو سره مخامخ او تر دې حده زړه يې له لیکنې تور شي، چې له ځان سره ووايي، یاره بس دانور نه لیکم.

یو لیکوال کله وغواړي، چې لیکنه وکړي په پیل کې دې موضوع وټاکي او بشپړه برلاسی پرې ولري. دغوره شوې موضوع په اړه ژوره مطالعه، څیړنه او دخلکو له خولې  معلومات راټول او دلیکنې لپاره خاکه جوړه او وروسته دلیکوالي په قالب کې په داسې انځوریزو متنونو دلوستونکو مخ ته وړاندې کړي، چې  ټول مسائل په همدې لیکنې کې  د ګرامر ي په قواعدو ولاړ او دجملو اړیکېتوب یو له بل سره  وصل  او ربط ولري.

لیکوال دلیکنې پرمهال هڅه کوي، چې مهمې موضوعګانې خلکو ته ورسوي، نو په لیکنه کې بیړه اړینه نه ده، ځکه لیکنه په ډیر دقت او پوهاوي باندې ولیکل شي پیل او پای يې دلوستونکو د خوښې وړ وګرزي.

کله به مو لیدلي وي، چې یو سړی دمیوو بڼ ته ننوزي، نو په دې فکر کې وي، چې اوس کومه میوه وشکوم او کومه میوه وخورم نو یو وخت به دی له بڼ څخه وږی راوتي وي. ځکه دې مخکې دځان لپاره هدف نه ؤ ټاکلی، چې کله بڼ ته ننوتی  ؤ په دغومره اندازه به دغه، هغه او ... میوې خوړلې وې.

خو لیکوالي هم همداسې ورته بیلګه لري، کله چې څوک په لومړیو کې دلیکوالۍ په لارقدم ږدي، ډیریو ته ستونزمن کار بریښي، ځکه د یوې اویا  ډیرو موضوعګانو انتخابول لیکوال داندیښنو سره په ټکر کې واقع کوي او د ویرې ډکې پوښتنې به يې په ذهن کې  څرخي، چې دالیکنه به څنګه وي، لوستونکي به څومره ډیرې نیوکې وکړي، آیا که ولیکل شي دخلکو له تهدیدو سره مخ نشي اویا دا لیکنه د نه خپریدو ده او په دې لیکنه به لوستونکي وخاندي.

نه هیڅکله داسې نه ده؛ ځکه داپوښتنې ډیر ژر حل کیدای شي، څوک چې دلیکوالي لیواله وي، نو هغوی لپاره اړین بلل کیږي، چې هره ورځ لیکنه وکړي، له نورو لیکوالانو سره يې شریکې کړي، ترڅو يې دلیکني مثبتې اومنفي نقطې په ګوته شي او دسمون لورې ته ځان ور ووهي، وروسته بیا خپلې لیکنې په رسنیو کې خپرې کړي اوبیا هر ه ګړۍ چې دې ته د لیکنې تنده راتله بې له ځنډه قلم ته لاس کړي، ودې لیکي کله چې ولیکل بیا څو څو ځلې دې په کې کتنه وکړي او سمون دې په کې راولي او تردې چې باور يې په پوخ شو، ورستی ځای؛ ددې لپاره پوخ لیکوال دی، چې دې ته وړاندې او له هغه وروسته د لیکونکي لیکنه خپرولو ته  چمتو وي.

خو هر لیکوونکي چې د موضوع په غوراوي کې معلومات ډیر ولري، ښه داده، چې په هماغه موضوع لیکنه وکړي.

سمه ده، چې څوک په لیکوالي پیل کوي له پورتنیو ستونزو سره به مخ کیږي، خو دغه ستونزې ورځې تربلې کمیږي داسې وخت به راشي، چې لیکوال پرته له ویرې  په هرڅه لیکنه وکړي او دهغې لیکنې په معتبرو چاپي رسنیو کې خپرې شي، ځکه چې یو څوک لیکوالي ته مخه کړي، نو هغه تل هڅه کوي، چې مطالعه وکړي، په ورځنیو مسایلو ځان له چاپي، غږیزو او لیدیزو رسنیو خبر او پوه کړي، همدارنګه د مشرانو له تجربو او پخوانیو خلکو او د هغوی پر وضعیت چې د کیسو په شکل د دوی له  خولې څخه راوزي نو داهم په لیکوال مثبت اغیزه کوي او لیکوال د تاثیر لاندې رانیسي، نولیکوال دخپلو  ګوتو په مرسته قلم روان ساتي او لیکنه پرې کوي.

نو دښه لیکوال کیدو یوازنۍ لار ژوره مطالعه او لوست ده، چې دانسان د پوهاوي پانګه  پیاوړې کوي او د همدې ‌ذیرمې  په اساس ولس ته دلیکنې له لارې پانګونه کوي، چې د ټولنې وګړو ته دښې لارې لارښوونه او دبدو لارو څخه مخنیوی او همدارنګه  په ورځني چارو معلومات او خبرا وی هم ترلاسه کوي.

 

********

 

کبرجن سړی د ملنګي په جامه کې

 

لیکونکی: شیرمحمد امیني ستانکزی

 

 

مازدیګرمهال یومغرور او بې پروا سړی دملنګي پرجامې له خپلې شینې ګوډې چې شاته يې اچولې وه، دکلې په لور روان شو، غریب ملنګ په دې فکر کې ؤ، چې څنګه وکولی شي، دخلکو له کورونه څخه یوڅه اوړه او ډوډۍ ټوله او دخپلې کورنۍ سره لږ شانته ځانونه پرې ماړه کړي. خو دکلي ځوانان او مشران پخپلو کرنیزو کارونو باندې بوخت ؤ، دهرکور یوه یادوه تنه بیا د پردۍ مزدوري کوله دوی به تل ځانونه په یوکار بسیا کول، چې بی وزګاره ونه وسي او ځان لپاره دکور حلاله نفقه پیداکړي. خو دا غریب ملنګ چې څلور هسک او پیړ زامن يې درلود، د ډیرې لټۍ، تکبر او نازولیتوب په لمه کې بندي پاتې ؤ، سره له دې په ډیره زیاته اندازه کرنیزې ځمکې چې دغریب ملنګ پلار څخه دې ته پاتې وې، دخپل زامن په شان دا هم لټ اوتنبل انسان ؤ، خپلې ځمکې يې په خپلوانوباندې کرلې، ولې ددې غریب ملنګ لټي او مغروریت دې اندازې ته لوړ شو، چې بزګرانو به دې ته خپل حق وروړل، نو دې غریب ملنګ به هم ورځني نوکران د غلې او دانې لپاره نیول.

غریب ملنګ مست اوهسک زامنوته به يې ویل، چې کوښښ وکړئ، ښه واغوندئ، پاک اوستره وګرزئ، ترڅو ددې سیمې خلک ووايي، چې دپلانکي خان زامن څومره پاک دي، نو خلکو ته به خپل تربګنۍ له دې لارې وښایو.
دملنګ زامن هم دخپل پلار خبروته غوږ نیول اوپرې عمل يې کول. خو دورځو په تیریدو دغریب ملنګ د ژوند چارې مخ پرخرابیدو او اقتصادي وضعیت يې پر ختمیدو ل، زامنوته دتیر پر شان دا نه ویل، چې ښه واغوندئ او ښه وګرزئ، بلکې برعکس ورته به يې ویل، چې ولاړ شي، خپلې ځمکوکې کرکیلې وکړئ، ځکه چې اوس بزګران ځواب شوي اوځمکې شاړې پاتې نشي.

ولې زامن يې بیا دخپل پلار پرخبرو ملنډې وهلې ورته يې وویل ، چې پلارجانه!دخپل دریځ نه ولې واوښتې، خلک به مونږ ته څه وايي، چې دپلانکي خان زامن پخوا څنګه ؤ او اوس يې مزدوري او خواري باندې لګیا دي؛ نه هیڅکه مونږ دا کار نه کوو اوکه ستا پر وس پوره وي ويې کړه.

غریب ملنګ خپلو زامنوته څه ونه ویل، ځان سره يې وویل، چې راځه دځمکو خواته یو ځل سر وروهم، چې په تنها دا ځمکې کولی شم اوکنه.

غریب ملنګ چې خپل ځمکو لیدو ته ولاړ، ګوريي، چې پرځمکو نور کسان کار کويده ورته وویل، تاسو دلته څه کوی اوچا تاسو ته اجازه درکړې، چې په دې ځمکه کې کار وکړئ.

بزګرانو په کړس کړس خندا غریب ملنګ ته وویل، چې تاسو څوک یاستئ، آیا د دولت دمالیې مامورخو به نه یاستئ، چې پوښتنه کوئ، ملنګ ورته وویل: چې دا کرنیزې ځمکې خو زما دي. هغوی ورته وویل، چې دا ځمکه یو میاشت کیږي، چې موږ د پلانکي څخه واخیسته.

غریب ملنګ چې بيسواده ؤ، پخوانیو بزګرانو ورباندې دوخت په استفادې چانس تللي ؤ، جعلې قباله او اسنادونه يې دکلي ملکانو او شاهدانو باندې او هغوی ته یوڅه حق په ورکولو جوړې او په دې غریب يې چې د مغروریت په کنده کې ژوند کاؤ مهر او لاسلیک په دې بهانه چې تاته مو دومره حق او حقوق درکړل، نو دې به هم هغه په پټه او مغرورانه ډول په کاغذونو باندې خپل دګوتې مهر ولګول. د غریب ملنګ کلیوالو چې ددې زامن او دی به يې لیدل ډیر ورنه به يې نفرت کاؤ، ځکه دکلي ټول ځوانان په زده کړو، کارونو او دکلی دخیر په کړونو بوخت او دوی به په مغروریت ډول خلکوته ځان ښودنه کوله.

ملنګ ناهیلې کور خواته روان شو، زامنو ته يې کیسه وکړه زامن يې وویل، چې پلار جانه شکرده، چې تاسو هم له ځمکو کرلو خلاصی پیدا کړل ته هم زموږ په څیر مست او بې پروا ګرزه؛ خدای مهربان دی، روزی الله تعالی به راکوي، خو خپل مغروریت به دکلي خلکو پر وړاندې نه ماتوو.

ورځې نورې هم تیرې شوې؛ کوم خوراکي توکې چې د غریب ملنګ کورنۍ ورنه استفاده کوله هغه دهماغه بزګرانوخوارۍ ؤ، چې دې لټې کورنۍ ته رالیږلي ؤ. خو هرڅه دکور خلاص شول ولې بیا هم دغریب ملنګ زامن له خپل غروریته مات نشول، نو کله چې په دوی ډیره تنګي او بې وسي زور وکړ، نو دغریب ملنګ زامنو خپل پلار ته وویل، چې نور خو نه کیږي، ورځه مونږ ته نور یو څه خوراکي توکې را پیدا کړه، چې ویې خورو، خیر دی ته سپین ږیرې شوې یې او موږ ځوانان یو تاته شرم نشته اوکه مونږ غریبي وکړو، موږ ته شرم اوخلک به پرځان وخنده ؤ.
ددغو لټو بچیانو پلار دکلی په لور رهي شو، ځان سره يې فکر وکړ، که دخلکو دروازې وټکوم او ماته به خلک څه رانه کړي او دا خو بلکل ماسره نه ښايي، ولې ددې لپاره باید ځان دیو زیارت ملنګ جوړکړم اوخلک به د زیارت په نوم ماته څه راکړي، هماغه ؤ، چې شلیدلې پڼې، پیوندینې جامې او دسر لپاره بازارکې جوړ کړئ ویښتان او پر سر يې سور دسمال وتاړو او خپل غږ ته يې بدلون ورکړ، د کلې ټولې دروازې وغوښتې او دهریوو دکور دروازو تر شا
نارې وهلې، چې دپلانکي بابا ملنګ ته څه خیر راوباسئ، ولې دکلي خلک هوښیار ؤ، غریب ملنګ ته يې ویل، چې د زیارت لپاره خیر اوخیرات څه لپاره ټولوې، آیا بل کار نشته چې ته په دې نوم ځان اوکورنۍ ته دسوال په توګه نفقه پیدا کوې، آیا ستا زامن نشته چې زمونږ د ماشومانو پر څیر کارونه وکړي.

غریب ملنګ وویل، چې دا خیرات په دې توګه ټولوم، چې پلانکی زیارت تود او یو میله پرې جوړه کړم.

کلیوالو ورته وویل، چې زیارت تودول او په زیارت کې میلې کول دا ټول حرام اوبدعت دی، که ته غواړې چې ځان لپاره ثواب ترلاسه کړې، دا خیرات چې دزیارت په نوم يې ټولوې له دې ډیر نور ثوابي کارونه شته؛ ورشه هغه وکړه.جوماتونو ، ښوونځیو، او بې وسو سره مرستې وکړه، چې له دې نه نور زیات ثواب نشته.

غریب ملنګ د ډیر ژور سوچ وروسته خلکوته مخ واړول، چې زه ملنګ نه یم زه هغه شخص یم، چې له پلارڅخه راته په ډیره پیمانه ځمکې او جایدادونه پاتې او دخپل غروریت نه مې نه کرلې، کله چې ځوانۍ ته ورسیدم پلار به راباندې په زوره ښوونځی او درس ویل، ولې ما به دپلار خبرې بې ګټې بللې چې د سواد آرمان اوس په دې کوم، چې ظالمانو راڅخه خپله ځمکه خرڅه کړه، دخپل په دوران کې زامنو ته به مې غلطې لارې چارې ښودلې، زامنوته به مې ویل، چې ښې جامې واغوندی او خپلو ته تربګني له دې لارې وښايي، خو افسوس اوس زما په حال او له ځان سره يې وویل: رښتیا چې لویانو ویلي دي، په روزي کبر وکړه، ولې په تربور کبر مه کړه.